ایکنانیوز دالعلم له قوله راپور راکوي، دغه جومات د ریاض ښار په یوې ترټولو پخوانۍ سیمې منفوحه کې ده او دنجدی معمارۍ په سټایل جوړه شوې ده.
ددغه جومات مخینه څه دپاسه درې سوه کلنه ده او دغه وانۍ په ۱۱۰هجری کال کې جوړه شوې او په دا وروستیو کې د تاریخي جوماتونو د پراختیا لپاره د ؛امیر محمد بن سلمان؛ د پروژې په لړ کې بیا رغول شوې ده.
په ۱۳۶۴ قمری کال کې د عربستان د وخت پاچا ملک عبدالعزیز بن عبد الرحمن آل سعود په د القبلی جومات د بیا رغونې فرمان صادر کړ. ددغه ج ومات مساحت له بیا رغونې څخه مخکې ۶۴۲ میټره او ۸۵سنټي میټره ؤ او د ؛امیر محمد بن سلمان ؛ د پروژې په چوکاټ کې له بیا رغونې روسته ۸۰۴میټره او ۳۲ سنټي میټرو ته ورسید.
دغه جومات د نجدی معماري په سټال سره چې په هغه کې خاوره ،خټه او طبیعي موادو څخه استفاده یږی، جوړشوی او له ځاي چاپيریلا سره په تناسب کې او د ګرمې صحراي تودوخې په تناسب سره جوړه شوي وداانۍ ده.
دغه جومات له بیا رغونې وروسته ۴۴۰ کسانو ظرفیټ لري او په لوړ کیفیّت لرونکي لرګیو څخه د جومات د پراختیا لپاره استفاده شوې ده.
القبلی جومات د ګز او خرماؤ د وَنو له سَټو جوړ شوی دی او ۳۳ ستنې لري . همداراز دغه عبادی ودانۍ درې ځله بیا رغول شوې ده چې په هغو کې یوخل ۱۳۶۴ قمری کال کې د ملک عبدالعزیز په وخت کې وه.
د پروژې د کارپيژاندو د جومات رغونې په پروژې کې د لرګي د وچولو او اصلاح کولو بهیرونه ترسره شوي څو دلرګی د خرابیدا مخنیوی وشي. بیا د حشراتو او چینجیو په وسیله لرګي ته د تاوان رسیدو د مخنیوي لپاره هم ورباندې لازم کارونه شوي دي.
دمحمد بن سلمان پروژه د تاریخي او سنتي جوړونې په زمینی کې دسعودي شرکتونو په مت سره د اجرا په حال کې ده او د عربستان انجنئيران د هر جومات د اصیلې معمراۍ دهویّت د ساتلو په په باب د ډاډمنیدا لباره په په دغې پروژې کې کارول شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4269449